• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د قبیلې ذهن په عصري جامه کې

آرین نصیري آرین نصیري
۳ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1761397205]
Social media

Social media

په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي ترینګلتیاوو او د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو د رول په  راڅرګندېدو سره هغه حقیقت بربنډ شو، چې کلونه د زموږ د ذهن په ژورو کې پټ پاتې شوی و: بدویت نور یوازې په غرونو او یا په سختو دیني مدرسو کې نه دی، بلکې د هغه لوستي انسان په ذهن کې هم ژوندی دی، چې ځان عصري او ملت‌پال بولي. په دې کړکېچ کې تر ټولو اندېښمنوونکې برخه د طالبانو چلند نه و، بلکې د هغو پښتنو نخبه‌ګانو دریځ و، چې ځانونه یې د کرزي او غني د دورې د تکنوکراتو او تحصیل‌کړو خلکو له طبقې ګڼل، خو کله چې بحران رامنځته شو، دوی د طالبانو او تحریک طالبان پاکستان دفاع وکړه، د ډیورنډ کرښه یې د قومي تحرک وسیله وګرځوله او د یوې بلې نابرابرې جګړې د پیل غوښتنه یې وکړه. دا فکري شاتګ د خطر زنګ دی، ځکه دا ښيي چې بدویت کولای شي په عصري جامه کې بېرته راښکاره شي.

بدویت په ساده تعریف کې هغه پړاو ته ویل کېږي، چې په هغه کې د وینې اړیکې، قبایلي تعصب او تړلې دودونه د قانون، د اتباعو د حقونو او د ټولیز عقلانیت پر ځای حاکم وي. افغانستان له پېړیو راهیسې هڅه کوي له دې پړاوه تېر شي، خو هر ځل چې د مدنیت تر دروازې رسېږي، شاته ټېل وهل کېږي. نن موږ د بدویت له یوې نوې بڼې سره مخ یو: عصري بدویت. په دې بڼه کې لوستي نخبه کسان د ملت له ژبې خبرې کوي، خو د بحران په شېبو کې بې‌اختیاره د قبیلې په منطق سره فکر کوي. د دوی خبرې عصري ښکاري، خو فکرونه یې لا هم دودیز او له تعصب ډک دي. کله چې یو تکنوکرات چې په نړیوالو کنفرانسونو کې د قانون، د ښځو د حقونو او ښاری ژوند له ارزښتونو خبرې کوي، ناڅاپه په ټولنیزو شبکو کې د قومي غیرت او د پښتنو د خاورې د دفاع خبرې کوي، نو څرګنده ده چې بدویت لا هم په ذهن کې ژوندی دی، یوازې جامې او لغات یې بدل شوي دي.

آن ځینې دا نخبه‌ګان د خپلو قبیلوي تخلصونو او وروستاړو په دوامداره کارولو سره، په لاشعوري توګه له قبیلې سره خپل فکري او عاطفي تړاو ښيي او دا څرګندوي چې لا تر اوسه له هغې اړیکې نه دي ازاد شوي.

دا حالت د طالبانو او پاکستان تر منځ د دوحې په وروستۍ هوکړه کې هم څرګند شو. طالبانو، چې له پوځي او اقتصادي فشارونو سره مخ وو، په پټه توګه ومنله چې د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو فعالیتونه د افغانستان په خاوره کې محدود کړي. دا هوکړه چې د دوحې لومړۍ هوکړ ته ورته دی، د خلکو له ګډون پرته او د تړلو دروازو تر شا وشوه او لا یې جزیات نه دي خپاره شوي. په ښکاره د سولې او ثبات لپاره دی، خو په عمل کې طالبانو د پاکستان په وړاندې امتیاز ورکړ، څو په نړیوال ډګر کې خپله مشروعیت وساتي. په کور دننه بیا  د پاکستان ضد احساساتو او قومي شعارونو په پارولو سره هڅه کوي خپل قبایلي یووالی
وساتي.

دا دوه‌ مخیتوب، د باندې جوړجاړی او د دننه تحریک ښيي چې طالبان بهرنی سیاست د قدرت د بقا لپاره کاروي، او کورنی سیاست د قبیلې د تقویې لپاره. دا طرز سیاست، چې ملت د قبیلوي تاکتیکونو قرباني کوي، په اصل کې د هماغه لعنتي تګلارې دوام دی، چې افغانستان یې څو ځله له مدنیت څخه اړولی دی.

د ډیورنډ د کرښې موضوع هم یو روښانه مثال دی. یو سرحد چې باید قانوني او تاریخي مسئله ګڼل شوې وای، یو ځل بیا د احساساتي او قومي سیالۍ ډګر شو. هغه کسان چې پرون یې د قانون‌پالنې او ملت‌جوړونې خبرې کولې، نن د هماغه ملا د ژبې خبرې کوي، چې کلونه کېږي قبیله یې د دین او ملت پر ځای ناست کړې ده. د دې خطرناک بدلون پایله د قومونو تر منځ د باور له کمزوري کېدو پرته بل څه نه ده، د احساساتو پارېدل او د هغه تباه‌کوونکي دور تکرار چې افغانستان یې له دننه خوړلی دی. تاریخ ښيي چې هرکله سیاست د قبیلې رنګ
واخلي، درې ناورینه یوځای راځي: ټولنیزه، اقتصادي، او کلتوري غمیزه.

په ټولنیزه غمیزه کې افقي باورونه له منځه ځي، او ټولنه له دننه له منځه ځي. فرد نور ځان اتباع نه ګڼي، بلکې د یوې قبیلې غړی. د کار، دوستۍ، واده او ان د همدردۍ معیار قومي تړاو ګرځي. په داسې ټولنه کې قانون بې‌معنا کېږي، ځکه هر څوک د ځان د دفاع لپاره خپلې قبیلې ته پناه وړي.

اقتصادي غمیزه له همدې ځایه پیلېږي: کله چې قبیلوي تعصب د قانون ځای ونیسي، اقتصاد له سالم رقابت څخه وځي. ملي منابع د قبیلو تر منځ د غنیمت په ډول وېشل کېږي، کانونه د قبیلو ونډې ګرځياو ګمرکونه د قوماندانانو شخصي ملکیت. د هېواد شتمني بیا د ښوونځي او روغتون پر ځای د وسلو او قدرت د ساتنې لپاره مصرفېږي.

کلتوري غمیزه د دې دواړو بشپړوونکې ده: ښوونیز او رسنیز نظام د عقل پر ځای د تعصب د ترویج وسیله ګرځي. کتاب بندېږي، خپلواک استاد ګوښه کېږي، ښځه له زده‌کړې محرومېږي او فکر جرم ګڼل کېږي. هغه ټولنه چې نقد خیانت ګڼي، ژر یا وروسته د قبیلې غېږته بېرته ورګرځي.

نو اوسنی سرحدي کړکېچ یوازې یوه جغرافیایي شخړه نه ده، بلکې د هماغه خطرناکې ذهنيت بېرته راڅرګندېدل دي. طالبان د بهر امتیاز ورکوي او په کور دننه احساسات پاروي؛ دا دوه ‌مخۍ لوبه افغانستان یو ځل بیا د پاشلتیا کندې ته اچولای شي.

خو پوښتنه دا ده: باید څه وشي؟ ځواب یې ساده دی،  قانون باید له هر ډول قومي او مذهبي تړاو نه پورته وي. هېڅ قوم او هېڅ فکري مکتب د قانون ځای نه شي نیولای. د برابر اتباعوحقونه باید د ګډ ژوند بنسټ وي؛ پښتون او تاجک، هزاره او ازبک، ښځه او نارینه، ټول ترهر هویت وړاندې اتباع دي. د نجونو د زده‌کړې او مدني ازادیو دفاع یوازې د ښځو
مسئله نه ده، بلکې د ملت‌پالۍ د مفهوم ازموینه ده. د سرحدي شخړو حل هم یوازې د ډیپلوماسۍ او نړیوالو قوانینو له لارې شونی دی، نه د احساساتي شعارونو او د جګړې د پارولو له لارې.
هر څوک چې خلک قومي جګړې ته هڅوي، که ملا وي یا تکنوکرات، په عمل کې د ملت پر ضد کار کوي.

له «عصري بدویت» څخه د تېرېدو لپاره یوه نوی ائتلاف ته اړتیا ده: داسې اخلاقي او فکري اتحاد چې قومي نه وي، خو ملي اصولو ته ژمن وي. دا ائتلاف باید له ښاري حنفي عالمانو، روښانفکرانو او مدني فعالانو جوړ شي، هغو کسانو څخه، چې وکولای شي د قبیلوي دیوبندي تفسیر پر وړاندې د دین یو عقلاني او ښاري تفسیر  بیا راژوندی کړي.

له دوی سره هغه ښځې او نارینه ولاړ دي، چې د هېواد دننه د ښوونځیو، کلینیکونو او کارغالو په جوړولو سره د هیلې څراغ بل ساتي. مشروعیت له ریښتینې کار څخه راځي، نه له شعار څخه. تجربه ښيي چې هرکله خلک عملي پایله وویني، کله چې په ولایتونو کې کتابتونونه، ښوونځي او د نجونو زده‌کړې وده وکړي، د جګړې روایت خپله چوپېږي.

یو الهام‌بښونکی مثال یې په هرات کې د راډیو نوای زن پیل دی، چې د ښځو غږ یې بېرته عامه فضا ته راوست او هڅه کوي د ښار او کلی تر منځ نوی تړاو جوړ کړي. که دا راډیو د سواد زده کړې او پوهاوي پروګرامونه خپل لومړیتوب وګرځوي، کولای شي د ښځو د مبارزې یو حقیقي سمبول شي. خدای دې دې راډیو ته د دې ستونزمنې خو له رڼا ډکې لارې په وهلو بری ورکړي.

په دې لاره کې باید یو وخت هم سخت او هم مهربان واوسو: سخت د هغو پر وړاندې چې قانون ماتوي او د ملت پر ضد عمل کوي او مهربان د هویتونو په خبرو اترو کې. د افغانستان دښمن هېڅکله یو قوم نه دی، بلکې هغه ذهنیت دی، چې قانون د قبیلې په ګټه ماتوي، ښځه حذفوي، او ملي شتمني شخصي غنیمت ګڼي.

که نن موږ د عقل او تعصب، د قانون او قبیلې، او د خدمت او شعار ترمنځ انتخاب ونه کړو، سبا ښايي د انتخاب فرصت نه وي. د افغانستان راتلونکی په کانونو کې نه، بلکې په عادلانه هم‌زیستۍ کې نغښتی دی. هر ځل چې موږ قانون پرېږدو او قبیله غوره کوو، له راتلونکې یو ګام لېرې کېږو.

د خطر زنګ وهل شوی دی. د ژغورنې لاره د قومي فریادونو پر ځای، په هغه ائتلاف کې ده، چې په قانون، عدالت، زده‌کړه او برابري باور لرونکي انسانان پکې سره راټول وي. دا ائتلاف کولای شي له یوه ټولګي، له یوې رڼې پروژې یا له یوې محترمانه قومي خبرې پیل شي. دا د مدنیت لاره ده، ورو، سخته، خو له هغې بدبختۍ څخه د خلاصون یوازینۍ لار چې یوه پېړۍ کېږي موږ یې اسیران یو.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ازادۍ جبهې د کندوز په هوايي ډګر کې پر  راټولو شويو طالبانو د توغندیز برید خبر ورکړ
خبرونه

ازادۍ جبهه: په تخار کې د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژل شوی او درې نور ټپیان دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792664531]
کلتوري محدودیتونه او د پوهاوي کمښت؛ په افغانستان کې د ښځو د سینې سرطان د ژر تشخیص پر وړاندې خنډونه
راپورونه

کلتوري محدودیتونه او د پوهاوي کمښت؛ په افغانستان کې د ښځو د سینې سرطان د ژر تشخیص پر وړاندې خنډونه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792662935]
سرچینې: په بامیان کې د یوناما د دفتر امنیتي مسوول له وسله‌وال بریده روغ وتلی
خبرونه

سرچینې: په بامیان کې د یوناما د دفتر امنیتي مسوول له وسله‌وال بریده روغ وتلی

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792658128]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.