• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په هرات کې د باروړونکو موټرو د خاوندانو اعتراض

م. ظ. صمیم

 م. ظ. صمیم م. ظ. صمیم
۲۳ وری/حمل ۱۴۰۰ - ۱۲ اپرېل ۲۰۲۱ [t_time:1618247402]

په هرات کې د باروړونکو موټرو خاوندانو د اسلام کلا او تورغونډۍ پر لارو اعتراض کړی دی. دوی د اسلام کلا ګمرک د اورلګېدنې په غبرګون کې وایي چې حکومت باید خساره ورکړي، پرته له هغې موټرو ته د تګ راتګ اجازه ونه ورکوي. زیانمن سوداګر وايي، سره له دې چې د اورلګېدو له پېښې کابو دوې میاشتې تېرېږي، خو حکومت د خسارې د ورکړې په برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم باوري دي چې باید د باروړونکو موټرو د خاوندانو ستونزه زرترزره اواره شي. ددغه بنسټ مسوولین وايي چې په دې ولایت کې د سوداګریزو بندرونو تړل کېدل به د جدي اقتصادي ستونزو لامل شي. اخوا، د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې حکومت له زیانمنو سره ولاړ دی او ځان د زیانمنو د ستونزو په اواري کې مکلف بولي. دغه چارواکي له اعتراض کوونکو غواړي چې د ترانزیتي لارو له تړلو لاس واخلي؛ ځکه د دوی په وینا د لارو تړل کېدل خلکو ته د مالي زیانونو د اوښتو لامل کېږي.
د اسلام کلا بندر د اورلګېدو له پېښې کابو دوې میاشتې تېرېږي، خو حکومت تراوسه ددې پېښې له زیانمنو سره مرسته نه ده کړې چې دا چاره د دغو موټرو د خاوندانو د سختې نیوکې لامل شوې ده. اوس په هرات کې د باروړونکو موټرو یو شمېر خاوندانو اعتراض کړی دی. دوی له حکومته د خسارې د ورکړې غوښتنه کړې ده. دغو اعتراض کوونکو خبرداری ورکړی، په هغه صورت کې چې حکومت د دوی خساره ورنه کړي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او لویې لارې به د موټرو پرمخ وتړي.
د هرات د اسلام کلا ګمرک د پېښې د ترانسپورت برخې د زیانمنو استازي ۸صبح ته وویل: تر هغه چې د هېواد ولسمشر د موترو خاوندانو ته خساره ورنه کړي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي. هغه خبرداری ورکړ، که حکومت د دوی غوښتنو ته پام ونه کړي د پېښې زیانمن به د موټرو پرمخ دا لویه لاره وتړي.
د اسلام کلا بندر د اورلګېدنې یو بل زیانمن ګلاب شاه پوپل، وايي چې په دغه اورلګېدنه کې یې د ۴۷ زره ډالرو په ارزښت یو باروړونکی موټر له لاسه ورکړی دی. هغه وویل چې له دې موټره یې د پنځو کورنیو لګښت ورکاوه. نوموړي زیاته کړه چې اوس له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د برابرولو وس نه لري. هغه ټینګار وکړ چې که حکومت د موټرو د خاوندانو خساره ور نه کړي، د سلګونو کورنیو ژوند به له ستونزو سره مخامخ شي.
ددې پېښې بل زیانمن نثار احمد صمدي وايي، ټوله شتمني یې یو باروړونکی موټر و چې وسوځېده. هغه وویل چې اوس د عاید بله سرچینه نه لري او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. صمدي زیاتوي، سره له دې چې د پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت دوی ته د خسارې د ورکولو ژمنه کړې وه، خو د کابو دوو میاشتو په تېرېدو دا ژمنې نه دي پوره شوې. هغه له حکومته وغوښتل چې خپلې ژمنې عملي او د زیانمنو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
له دې سره په یو وخت، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین، ددې پېښې د زیانمنو ستونزې تاییدوي او له حکومته غواړي چې له زیانمنو سره مرسته وکړي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال او سرپرست محمد لطیف قناوېزیان ۸صبح ته ووېل چې د باروړونکو موټرو خاوندانو خپل هر څه له لاسه ورکړي او اوس له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د هغه په باور زیانمن نور صبر نه شي کولی. له بلې خوا، نوموړي جوته کړه چې د هرات د تجارتي بندرونو په تړل کېدو سره د ورځې په میلیونونه ډالر د هېواد اقتصاد ته زیان رسېږي. هغه له مسوولو بنسټونو وغوښتل چې ددې ستونزې د اواري لپاره اقدام وکړي.
له بله پلوه، د کانونو او صنایعو خونې مسوولین، د باروړونکو موټرو د خاوندانو اعتراض پر ځای بولي او ټینګار لري چې د هرات ګمرک په اورلګېدنه کې بېلابېلو تجارتي، پانګونې او ترانسپورتي برخو ته میلیونونه ډالر زیان رسېدلی دی. د هرات د کانونو او صنایعو خونې رییس حمید الله خادم وویل، که څه هم د هرات ګمرک د اورلګېدو له پېښې کابو دوې میاشتې تېرېږي، خو حکومت تراوسه هېڅ اقدام نه دی کړی. د نوموړي په وینا، هغه پلاوی چې د مرکزي حکومت له خوا د پېښې د څېړلو لپاره هرات ته ورغلی و، له ارزونو وروسته یې د خسارې د ورکړې ژمنه وکړه، خو تراوسه دا ژمنه نه ده عملي شوې. ښاغلي خادم له ولسمشر څخه وغوښتل چې زرترزره دا ستونزه اواره کړي.
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې حکومت د هرات په ګمرک کې د اورلګېدنې له لومړیو ورځو، خپلې هېڅ راز هڅې نه دي سپمولې او تل د زیانمنو ترڅنګ درېدلی دی. د هرات والي سید وحید قتالي، له رسنیو سره په خبرو کې ويلي چې له مرکزي حکومت سره د باروړونکو موټرو د خاوندانو مشکلات شریکوي او هڅه کوي چې مرکزي حکومت له زیانمنو سره همکاري وکړي. خو نوموړی د تجارتي لارو تړل د حل لاره نه ګڼي. ښاغلي قتالي ویلي چې د هرات د تجارتي بندرونو تړل کېدل د دغه ولایت اقتصاد ته جدي زیان رسوي. هغه د موټرو له خاوندانو غوښتي، له زغمه کار واخلي او اجازه ورکړي چې مسافرین او باروړونکي موټر پر دغو لارو تګ راتګ وکړي.
د ویلو وړ ده چې د هرات د اسلام کلا ګمرک په اورلګېدنه کې، څه د پاسه زر د تېلو او سوداګریزو توکو موټر وسوځېدل. ددغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د هرات د سوداګرۍ برخې ته اوښتي زیانونه څه د پاسه ۵۰ میلیون ډالره اټکل کړي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

اوچا: د هرات له زلزلې دوه کاله وروسته لا هم زرګونه کورنۍ بې کوره دي
خبرونه

اوچا: د هرات له زلزلې دوه کاله وروسته لا هم زرګونه کورنۍ بې کوره دي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1759860462]
د ملګرو ملتونو ارزونه؛ افغانستان د سیمې ټيکاو او امنیت ته د ګواښونو بالقوه سرچینه ده
خبرونه

اوچا: د ژمي په نږدې کېدو سره لاهم په هرات کې ۲۵ زره زلزله‌ځپلې کورنۍ سرپناه نه لري

۳۰ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1732110578]
په هرات د زعفرانو نهم فیستوال جوړ شو
خبرونه

په هرات د زعفرانو نهم فیستوال جوړ شو

۲۴ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731595150]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.