د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړه ونه شي، ښايي د ايران اسلامي جمهوریت «له منځه یوسي».
رویټرز چهارشنبه د سپټمبر پر ۲۳مه، راپور ورکړی چې ټرمپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپله وینا کې د جګړې د راتلونکې او له ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه خبرې کړې دي.
ټرمپ ویلي: «زه باید یوه ستره پرېکړه وکړم» او پوښتنه یې کړې چې ایا له ایران سره به داسې هوکړه وشي چې دغه هېواد ته د بیا رغونې اجازه ورکړي، که به د ايران اسلامي جمهوریت «په چټکۍ له منځه یووړل شي».
په غبرګون کې د ایران وسلهوالو ځواکونو د ټرمپ څرګندونې «تبلیغات» بللي او ویلي یې دي چې د برید کوونکو پر وړاندې د «لا سختو، ویجاړوونکو او نه اټکل کېدونکو» بریدونو لپاره چمتووالی لري.
له دې څرګندونو سره سره، د امریکا او ایران ترمنځ د نږدې اووه میاشتني کړکېچ د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې لا هم روانې دي.
دغه جګړه د امریکا او اسراییلو له ګډو بریدونو وروسته پیل شوې او په ترڅ کې یې زرګونه کسان وژل شوي دي. همداراز، د تېلو د بیو لوړېدل او د سیمې نورو هېوادونو ته د کړکېچ پراخېدل د دې جګړې له پایلو دي.





