د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې «د ناقانونه کډوالۍ لپاره هېڅ بشري حق نشته» او د هېوادونو امنیت او ملي حاکمیت باید تر ناقانونه کډوالۍ لومړیتوب ولري.
فاکس نیوز چهارشنبه د سپټمبر پر ۲۳مه، راپور ورکړی چې ټرمپ دا څرګندونې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپله وینا کې کړې دي.
ټرمپ د کډوالۍ په برخه کې د خپلې ادارې پر سختو تګلارو ټینګار کړی او ویلي یې دي: «موږ غواړو یو خپلواک ملت پاتې شو او تاسو هم باید همداسې وکړئ.»
هغه خپله وینا د امریکا د حکومت د کډوالۍ اجنډا د بيانولو لپاره وکاروله او دغه راز يې د نړۍ د مشرانو ته د امریکا د بهرني سیاست، ملي امنیت او د حاکمیت په اړه خپل پراخ لید لوری هم بیان کړی دی.
د ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې کډوالي او د پولو کنټرول لا هم د هغه د حکومت د کورني او بهرني سیاست له مهمو مسايلو بلل کېږي.





