د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې د راتلونکې اوونۍ له منځمهالو ټاکنو وروسته پر ایران د نورو بریدونو احتمال شته.
الجزیرې چهارشنبه د اکټوبر پر ۲۸مه، راپور ورکړی چې ټرمپ له ایران سره د جګړې د پای ته رسېدو وخت په خپلې پرېکړې پورې تړلی بللی دی.
ټرمپ د سېشنبې په ورځ د واشنګټن او تهران ترمنځ لنډمهالی اوربند هم «د وخت ضایع کول» بللی او ویلي یې دي چې له پیله له دې هوکړې سره چندان موافق نه و.
هغه له ایران سره د جګړې په اړه زیاته کړې: «دا یوازې په دې پورې اړه لري چې زه څه وخت وغواړم جګړه پای ته ورسوم.»
د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۲۸مه، پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته، په پراخې پوځي نښتې بدله شوه.
ایران هم په غبرګون کې د اسراییلو پر اهدافو او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړل.
د اپرېل پر ۸مه د پاکستان په منځګړیتوب د لنډمهالي اوربند له هوکړې سره سره، د یوې تلپاتې هوکړې لپاره هڅې ناکامې شوې.





