د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د امریکا متحدین په منځني ختیځ کې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو د یوې اډانې پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.
ټرمپ د شنبې پر ماښام د اګست پر لومړۍ ویلي چې د همدې هوکړې له امله به، د اوس لپاره په دې پنځه میاشتنۍ جګړه کې د تازه بریدونو له امر کولو ډډه وکړي.
هغه زیاته کړې چې په کېدونکې هوکړه کې به د هرمز تنګي سمدستي، بشپړ او هر اړخیز پرانیستل او د ایران د اټومي ګواښ پای ته رسول شامل وي.
ایران تر اوسه د ټرمپ دغو څرګندونو ته کوم رسمي او سمدستی غبرګون نه دی ښودلی.





