د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا د هرمز تنګي د امنیت ټينګولو واګي اخلي.
ټرمپ دوشنبه د جولای پر ۱۳مه خبر ورکړی چې هرمز تنګی به پرانېستی پاتې شي او یوازې د ایران بېړۍ او د دغه هېواد پېرودونکي به د هغه څه له مخې چې نوموړي ورته «د ایران کلابندي» ویلې، شامل وي.
نوموړي زیاته کړې چې نور هېوادونه په ازاد ډول له دغې سمندري لارې تګ راتګ کولی شي.
ټرمپ ویلي چې امریکا به له دې وروسته د «هرمز تنګي د ساتونکي» په نوم فعالیت وکړي.
د نوموړي په خبره، امریکا د دې سمندري لارې د امنیت برابرولو د لګښتونو د جبران لپاره غواړي چې له هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو ټولو محمولو د ارزښت معادل ۲۰ سلنه ترلاسه کړي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې دا پلان به ډېر ژر پلی شي.





