د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک په افغانستان کې د محدودیتونو د زیاتېدو او د بشري حقونو د نقض په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې طالبانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه په پراخه کچه محدود کړي دي. هغه له منځنیو زدهکړو او لوړو زدهکړو د شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونو او ښځو د محرومیت، د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د لږ تر لږه ۴۴۹ ښځو او نارینهوو پر وړاندې د بدني مجازاتو د پلي کېدو، پر رسنیو او مذهبي لږکیو د محدودیتونو او افغانستان ته د څه باندې ۴۰۰ زره افغانانو د جبري ستنولو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان د بشري حقونو د ژمنو د رعایتولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک د بشري حقونو شورا په ۶۳مه غونډه کې ویلي چې د طالبانو له لوري پر افغانانو، په ځانګړې توګه پر نجونو او ښځو، د لګېدلو ځپونکو محدودیتونو غندنه کوي او له نړیوالو قوانینو سره سم یې د افغانستان د ژمنو رعایت ته د طالبانو د اړ اېستلو لپاره یې د بیا هڅو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ویلي: «نن په افغانستان کې د ډېرو خلکو وضعیت له بده پسې بدتره کېږي. میلیونونه کسان په بېوزلۍ کې راګیر دي، د بشري اساسي حقونو درناوی لا هم د خرابېدو په حال کې دی او سلګونه زره کسان د خپلې خوښې خلاف افغانستان ته ستنېږي.»
ښاغلي ترک زیاته کړې: «هره میاشت چې تېرېږي، [طالبان] ځپونکي محدودیتونه لا زیاتوي او عملي کوي. خو داسې ښکاري چې نړۍ افغانان هېر کړي او هغوی یې په داسې وضعیت کې پرېښي چې هره ورځ لا خرابېږي. دا چوپتیا کڼوونکې ده.
د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړې چې د ښځو او نجونو پر وړاندې روان محدودیتونه، چې د هغوی پر زدهکړو، کار، د تګ راتګ پر ازادۍ او په عامه ژوند کې پر ګډون یې سخت اغېز کړی، غندي. هغه همداراز د ښځو د حجاب په اړه د سختو شرطونو د عملي کېدو او په هر ډول عامه پرېکړهکوونکو غونډو کې د ښځو د بشپړ نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د هغه په خبره، د طالبانو وروستیو فرمانونو د ښځو لپاره له خپلو مېړونو د جلا کېدو بهیر لا ستونزمن کړی او په ضمني ډول د ماشومانو ودونه او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی روا ګڼي. هغه څرګنده کړې چې یو کال وړاندې هم طالبانو په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو ودانیو د کارکوونکو، قراردادیانو او لیدونکو په ګډون د افغان ښځو پر تګ محدودیتونه لګولي وو. د ترک په خبره، له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې او ښځې له منځنیو زدهکړو او لوړو زدهکړو محرومې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ویلي: «له عامه ژونده د ښځو او نجونو دغه سیستماتیک حذف د بشري حقونو نه منل کېدونکی نقض دی چې د [طالبانو] له لوري په یوه عادي او بنسټیز شوي عمل بدل شوی دی. د ښځو او نجونو پر وړاندې دغه ډول محدودیتونه ــ چې د جنسیتي اپارټایډ لامل کېږي ــ په هېڅ ټولنه کې ځای نه لري.»
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په خپله وینا کې څرګنده کړې چې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» له لوري ښځې او نارینه د حجاب، د ږیرې د اوږدوالي او د موسیقۍ د خپرولو یا اورېدو اړوند د مقرراتو د نقض په تور نیول کېږي.
د هغه په خبره، د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۴۴۹ ښځې او نارینه د طالبانو له لوري له بدني مجازاتو سره مخ شوي دي. هغه څرګنده کړې چې د پخواني حکومت د چارواکو او د افغانستان د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو د غړو پر وړاندې د بشري حقونو نقض هم لا هم ثبت او مستند کېږي.
ښاغلي ترک زیاته کړې چې د شیعهګانو او اسماعیلیه ټولنې په ګډون مذهبي لږکي لا هم له محدودیتونو سره مخ دي او د افغانستان رسنۍ هم د سانسور او نورو بېلابېلو محدودیتونو تر اغېز لاندې فعالیت کوي. د هغه په خبره، رسنۍ د هغې منځپانګې له خپرولو او نشرولو منع شوې دي چې طالبان یې د افغانستان له کلتور یا خپلو مقرراتو سره په ټکر کې ګڼي. د خبریالانو نیول هم دوام لري او یو شمېر رسنۍ په موقتي ډول تړل شوې دي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي څرګنده کړې چې د بشري حقونو له دې خراب وضعیت سره سره، افغانستان ته د کډوالو جبري ستنول لا هم دوام لري. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، څه باندې ۴۰۰ زره افغانان چې ډېری یې له ایران او پاکستانه راغلي، په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړل شوي دي. لږ شمېر نور کسان هم له ترکیې، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو په جبري ډول راستانه کړل شوي دي. د اروپايي ټولنې څو غړو هېوادونو هم د افغانانو د ستنولو په اړه له طالبانو سره همغږي زیاته کړې ده.
ښاغلي ترک ویلي: «ډېر کسان اړ کېږي داسې هېواد ته راشي چې ان یو ځل یې هم پکې پښه نه ده ایښې او هلته به له سختې بېوزلۍ، د خوړو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو، زدهکړو او کار ته له ناکافي لاسرسي سره مخ شي.» هغه د ملګرو ملتونو د اټکل په حواله ویلي چې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان چې د افغانستان د ټول نفوس نږدې ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر زیاته کړې: «په همدې حال کې، د بهرنیو مرستو بهیر نږدې په بشپړه توګه وچ شوی او دې وضعیت د خلکو کړاوونه زیات کړي دي. له ټولو هېوادونو غواړم چې پر خپلو اقداماتو بیا کتنه وکړي او د کړاو ځپلو خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي.»
ښاغلي ترک د خپلې وینا په پای کې ویلي: «په ورته وخت کې، هغه هېوادونه چې په سیمه کې نفوذ لري، باید د نابرابرۍ پر وړاندې ودرېږي او د ټولو افغانانو د برابرۍ او کرامت لپاره خپل غږ پورته کړي. مهمه نه ده چې چېرته ژوند کوو؛ دغه اصول د نه نقض کېدو وړ دي.»





