۸صبح، کابل: د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ټيلیفوني خبرو کې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د بېړنیو مرستو د استولو خبر ورکړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پنجشنبه د وږي پر ۱۳مه په یوې خبرپاڼې کې لیکلي چې دا مرستې به ژر د افغانستان ختیځو ولایتونو ته واستول شي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په خبره، په دې مرستو کې جامې، خیمې، درمل او خوراکي توکي دي.
یادې مرستې د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د خیریه بنسټ له خوا استول کېږي.
تر اوسه د کونړ او ننګرهار زلزلهځپلو لپاره د هند، قطر، ترکیې او پاکستان بېړنۍ مرستې رسېدلې دي.
ملګري ملتونه وايي چې لا هم د اوبو، خوړو، درملو او سرپناه مرستو ته اړتیا شته.





