۸صبح، کابل: ترکمنستان د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمنو شویو ته د ۳۴ میلیونو افغانیو په ارزښت مرستې لېږلې دي.
په بلخ کې د طالبانو مطبوعاتي دفتر شنبه د لړم پر ۱۷مه اعلان کړی چې په دغو مرستو کې ۶۸ ډوله خوراکي، روغتیايي، ساختماني او پوشاکي توکي دي.
دا مرستې د اقینې بندر له لارې استول شوي څو په زلزله ځپلو سیمو کې پر اړمنو وویشل شي.
دا مرستې داسې مهال شوي چې په بلخ او سمنګان کې د وروستۍ زلزلې په پایله کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د هېواد په شمال کې د تېرې اوونۍ زلزلې له کبله ۲۷ کسان مړه او ۹۵۶ کسان ټپيان شوي دي.





