د امریکا دوو اقتصادپوهانو رابرت هال او مایکل وودفورډ، د اقتصادي ماډلونو او په اقتصادي ثبات کې یې د ونډې په اړه د څو لسیزو څېړنو له امله په اقتصاد کې د ۲۰۲۶ کال د نوبل جایزه وګټله.
رویټرز دوشنبه د اکتوبر پر ۱۲مه راپور ورکړی چې دا جایزه د له ښکته څخه پورته اقتصادي ماډلونو د پراختیا په برخه کې د دغو دوو اقتصادپوهانو د هڅو په ویاړ ورکړل شوې ده.
د دغو دوو څېړونکو له خوا جوړ شوي ماډلونه اوس په نړۍ کې مرکزي بانکونه، د اقتصاد د مدیریت او له اقتصادي کړکېچونو سره د مقابلې لپاره کاروي.
د راپور له مخي، د هغوی څېړنې له پالیسي جوړوونکو سره مرسته کوي چې د انرژۍ د بحرانونو او د کورنیو په لګښتونو کې د ناڅاپي بدلونونو په ګډون، له اقتصادي ټکانونو سره ښه مبارزه وکړي.
د ۲۰۲۶ کال د اقتصاد نوبل جایزه د ۱۲ میلیونه سویډني کرونو په ارزښت چې شاوخوا ۱.۲ میلیونه امریکايي کېږي، ورکول کېږي.
دا د روان میلادي کال د نوبل وروستۍ جایزه ده.





