• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په دوو اونیــو کې په هېـواد کې د کورونا له امله د ۲۰۸ تنو مړینه

لیکنه: حسیب بهش، ژباړه: م. ظریف صمیم

 لیکنه: حسیب بهش، ژباړه: م. ظریف صمیم لیکنه: حسیب بهش، ژباړه: م. ظریف صمیم
۱ مرغومی/جدی ۱۳۹۹ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۰ [t_time:1608547891]

د کورونا د دوهمې څپې له امله د هرې اونۍ په تېرېدو د مړینې شمېر زیاتېږي. په تېرو دوو اونیو کې ددغه ویروس له امله لږترلږه ۲۰۸ تنه مړه شوي دي. دا شمېر د تېرو اونیو په پرتله ۲۵ سلنه زیات شوی دی. دا شمېر په داسې حال کې لوړېږي چې تراوسه د ژمي سر دی او د هوا ککړتیا اټکل شوي حد ته نه ده رسېدلې. د روغتیا وزارت مسوولین له خلکو غواړي روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي او ماسکونه وکاروي، ځکه د کورونا ددوهمې څپې له راتلو سره د هوا ککړتیا هم زیاتېږي. دغه وزارت باوري دی چې که وضعیت له کنټروله بهر شي، ښایي هره طرحه آن بیا ځلې قرنطین عملي شي. د کورونا د قربانیانو شمېر په داسې حال کې زیاتېږي چې ولسمشر غني په خپله د دغه ویروس د دوهمې څپې مدیریت پرغاړه اخیستی دی. مسوولین باور لري چې د حکومت له لومړي چارواکي سره کتنې له کورونا سره د مبارزې په برخه کې مرسته کوي، له دې سره سره تمه کېږي چې خلک لازمو سپارښتنو ته پام وکړي.
په داسې حال کې چې د ژمي موسم نوی پیل شوی، د کورونا ویروس له امله د مړو شمېر په زیاتېدو دی او په تېرو دوو اونیو کې ۲۰۸ کوېد نولس ناروغان مړه شوي دي. همداراز په دې موده کې، دوه زره او ۸۲۸ نور په دې ناروغۍ اخته شوي دي. ددغو بېلګو په ثبتېدو په هېواد کې په کورونا د اخته وګړو شمېر ۴۹ زره او ۲۷۳ تنو ته رسېدلی دی. دا په داسې حال کې دي چې په تېرو دوو اونیو کې یوازې یو زر او ۶۵۱ تنه روغ شوي دي. په دې توګه د کووېد نولس د روغو شویو وګړو شمېر ۳۸ زره او ۳۸۴ تنو ته رسېږي. رسمي شمېرې ښيي چې اوسمهال په هېواد کې ۳۸ زره او ۳۸۴ د کورونا فعال ناروغان شته او دا شمېر د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي.
د روغتیا د برخې مسوولین د روان وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې تمه کېږي خلک روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي. د روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح د لیندۍ په ۲۳مه ۸صبح ته ویلې چې په افغانستان کې وضعیت تراوسه خطرناک نه دی، خو په هغه صورت کې چې ددې وزارت سپارښتنو ته پام ونه شي، خلک همکاري ونه کړي او پر شرایطو دقیقه څارنه ونه شي، د کورونایي وضعیت خرابېدل له امکانه لیرې نه دي. دا وزارت د قرنطین کولو موضوع هم د سختو ورځو لپاره په پام کې نیولې ده. له بلې خوا مسوولین وايي چې د شمېرو له مخې تراوسه د هېواد وضعیت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نشي پرتله کېدای. هغه وویل: د وضعیت خرابېدو ته په پام سره تمه کېږي چې خلک روغتیايي سپارښتنو په تېره بیا د ماسک کارولو ته پام وکړي ځکه ککړه هوا دا اړتیا زیاتوي.
سربېره پر دې، ددغه وزارت چارواکي جوتوي چې په وروستیو اونیو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې او له دې امله د مړو شمېر زیات شوی دی. ددغه وزارت ویاندې معصومې جعفري ۸صبح ته وویل چې د عامې روغتیا وزارت د اټکل له مخې، که وضعیت دا ډول دوام وکړي، ښایي په راتلونکو اونیو کې وضعیت لاخراب شي. هغه وویل چې د کورونا له دوهمې څپې سره د مبارزې په طرحې کار روان دی او پر دغه ویروس د اخته کېدو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره د ځینو مواردو وړاندیز شوی دی. مېرمن جعفري زیاتوي چې د دولتي کارکوونکو د ۵۰ سلنې حضور بحث هم د وړاندیز تر حده مطرح شوی، خو دا وزارت تمه لري دا طرحه د اداري اصلاحاتو له خوا چمتو او روښانه شي چې د کورونا ویروس په دوهمه څپه کې د دولتي کارکوونکو د کمښت وړاندیز ترکومه بریده عملي دی.
له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت باوري دي چې له کورونا سره مبارزه د سهار د ۸:۳۰ له ناستو سره ښه شوې ده. وحید مجروح زیاتوي چې که څه هم د کورونا په لومړي پړاو کې د حکومت ملاتړ اغېزناک و، خو په دغو ناستو کې د ولسمشر ګډون ددې لامل شوی چې کارونه په جدي توګه پرمخ ولاړ شي. د نوموړي په وینا، له کورونا سره په مبارزه کې د اړوندو بنسټونو په تیره بیا، مالیې وزارت او د تدارکاتو او سیمه ییزو ارګانونو د ادارو ونډه هم مرسته کوي چې په دې برخه کې اجرايي کارونه چټک شي. هغه زیاته کړې چې د سهار د ۸:۳۰ د ناستو ګټه د هغو بحثونو مطرح کول دي چې د بهرنۍ څارنې په پایله کې ترلاسه کېږي. دا ناستې له هغې وروسته کېږي چې ولسمشر د کورونا ویروس د دوهمې څپې په وړاندې د مبارزې مشري پرغاړه واخیسته. د ویلو ده چې د سهار د ۸:۳۰ ناستې هره یکشنبې او چهارشنبې ورځې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړېږي.
ښاغلي غني له دې مخکې د کورونا له دوهمې څپې سره د مبارزې په اړه ناستو کې لیرې پرتو ولایتونو ته د روغتیایي خدماتو پر رسولو په ټینګار سره ویلي چې باید په ولایتونو کې د کورونا ویروس بیړني حالات تعریف شي. هغه همداراز په دې برخه کې د عامه پوهاوي پر منظمې پراختیا ټینګار کړی دی. د ویلو ده چې شمېرې په رسمي توګه د عامې روغتیا وزارت له خوا اعلانېږي، خو له دې مخکې ویل شوي چې په دغه ویروس د اخته وګړو او مړو شمېر د دغه وزارت له ورکړ شویو شمېرو څخه زیات دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د فرانسې په لاریونونو کې شاوخوا ۸۰۰ زرو کسانو ګډون کړی
بهرني خبرونه

د فرانسې په لاریونونو کې شاوخوا ۸۰۰ زرو کسانو ګډون کړی

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792867514]
اسراييلي پوځ څه باندې زر فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي
بهرني خبرونه

اسراييلي پوځ څه باندې زر فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792863342]
په جرمني کې مېشتو افغانانو او مدني فعالانو د کډوالو د جبري ایستلو پر ضد لاریون وکړ
خبرونه

په جرمني کې مېشتو افغانانو او مدني فعالانو د کډوالو د جبري ایستلو پر ضد لاریون وکړ

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792860608]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.