د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، نن ماسپښین مهال د مرکز ګردېز ښار لومړۍ امنيتي حوزې اړوند ملي بانک ته څېرمه، د کابل بانک د کارکوونکو پر موټر نامعلومو وسله والو ډزې کړي، چې له امله يې دوه کسان وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي.
د پکتيا امنیه قومندانۍ وياند لعل اميري ۸صبح ته وويل، نن ماسپښین نامعلومو وسلوالو د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د کابل بانک د کارکوونکو پر موټر برید وکړ، چې په پايله کې د ياد بانک دوه تنه ساتونکې ووژل شول او دوه نور کارکوونکي ټپیان شول.
د امنيه قوماندانۍ وياند په وينا، د پېښې پر مهال د بريد کوونکو او پوليسو ترمنځ نښته رامنځته شوې چې په دې پېښه کې هم دوه پوليس ټپيان دي.
اميري زياتوي، چې بريد کوونکي د پېښې له ځايه په تښتېدلي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې بريد مسؤليت پر غاړه نه دی اخیستی.





