ننګرهار ولايت کې د داعش ډلې هغه دوه غړي نیول شوي، چې خلکو ته به يې ګواښونه کول.
د ننګرهار ملي امنیت ریاست وایي، محمد یاسین د کونړ ولايت او تجول د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې جلال اباد ښار او بهسودو کې د ملي امنیت ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
ياد رياست زياتوي، نیول شويو کسانو به د داعش ډلې له لورې خلک ګواښل.
نیول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
ننګرهار ولايت رسنيو دفتر هم ياده موضوع تائيد کړې ده.
داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.





