د هند په کرالای ایالت کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې په پېښه کې دوه کسان مړه او اته نور ټپيان شوي دي.
الجزیرې یکشنبه د اګست پر ۲مه راپور ورکړی چې ناڅاپي سېلابونو د هند کرالای ایالت اغېزمن کړی او د ژغورنې عملیات دوام لري.
د راپور له مخې، ژغورونکو ځواکونو تر اوسه څه باندې ۵۰۰ کسان له ځپل شویو سیمو ژغورلي دي.
ورته مهال هندي چارواکو د نورو شدیدو ورښتونو اټکل کړی او له هغو خلکو چې له ګواښ سره مخ سیمو کې ژوند کوي، غوښتي احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي او که اړتیا وي له سیمې ووځي.





