۸صبح، غزني: په غزني کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د پنځو جلا ترافیکي پېښو په پاېله کې دوه کسان مړه او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.
سرچینو ویلي چې لومړی ترافیکي پېښه پنجشنبه د زمري پر ۱۸مه ماسپښین مهال د قرهباغ ولسوالۍ په باران کلا سیمه کې د یو فرونر او تراکتور موټر د ټکر لامله شوې ده.
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې یو ماشوم او ښځه مړه او یو نارینه ټپي شوی دی.
دغه راز، د غزني مرکز په روضې کوتل کې د دوو فولډر موټرو په ټکر کې پنځه کسان کې سخت ټپيان شوي دي.
د غزني په ولایتي روغتون کې یوې سرچینې د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي دي چې د درېیو ټپيانو حالت نازک دی.
ورته مهال، د غزني اندړو ولسوالۍ په ملا نوح بابا سیمه، د اب بند ولسوالۍ په سپين بند سیمه او د دغه ولایت مرکز پورې اړوند په سفنده سیمه کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو په پاېله کې د یوې ښځې په ګډون اته کسان ټپیان شوي دي.
د یادونې ده چې دا ټولې ترافیکي پېښې د کابل – کندهار پر لویه لار شوې دي.
د روانې اوونۍ پر شنبه هم د جوزجان – فاریاب پر لویه لار ترافیکي پېښه شوې وه چې لامله یې نهو کسانو ژوند بایللی وو.





