۸صبح، کابل: د غور ولایت د مرکز د «بادګاه او سوخته علیا» په کلیو کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس پنجشنبه د چنګاښ پر ۲۵مه راپور ورکړی چې د اوبو رسولو دا دوې شبکې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یونیسف له خوا جوړې شوې او اوس د دغو سیمو اوسېدونکو ته سپارل شوې دي.
طالبانو ویلي چې د دغې پروژې په پرانیستلو سره، د «بادګاه او سوخته علیا» په کلیو کې ۵۱۴ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په افغانستان کې میلیونونه کسان لا هم د څښاک پاکو اوبو ته له دوامداره لاسرسي محروم دي.





