۸صبح، کابل: برېتانیا اعلان کړی چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم خراب دی او په روان کال کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همېش فالکونر پنجشنبه د چنګاښ پر ۲۵مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو نږدې پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې بشري ناورین لا هم دوام لري او د لا خرابېدو خطر یې هم شته.
هغه زیاته کړې چې له دغو اړمنو کسانو ۱۷.۴ میلیونه کسان د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخ دي او افغانستان لا هم په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو لوړه کچه لري.
د فالکونر په وینا، داسې اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ښځې، نجونې او هلکان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
هغه همداراز وچکالي، سېلابونه، د اقتصاد کمزورتیا، د اکمالاتي ځنځیرونو ګډوډي او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتېدو لاملونه بللي دي.
فالکونر د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په نغوتې سره ویلي چې له زدهکړو، کار او په عامه ژوند کې له ګډونه د هغوی محرومول، دهغوی د اساسي حقونه نقض کړي او د افغانستان د اوږدمهالې پراختیا، ثبات او هوساینې پر وړاندې یو جدي خنډ ګڼل کېږي.





