د روسیې سیمهییزو چارواکو ویلي چې د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو د اوکرایین په ډرون بریدونو کې اته کسان وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس یکشنبه د اګست پر ۲مه راپور ورکړی په دغو بریدونو کې د روسیې د ستر انلاین پلورنځي (وایلډبریز) د یوه ګودام په ګډون ځينې هدفونه په نښه شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو تېره شپه ۶۳۵ اوکراییني بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
د روسیې او اوکرایین ترمنځ جګړه د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې دوام لري او دواړه غاړې د یو بل پر هدفونو بریدونه کوي.
اوکرایین په وروستیو میاشتو کې پر روسیې بریدونه زیات کړي دي.





