۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۲۶ میلیون ښځې او نجونې په سختې بېوزلۍ کې ژوند کوي.
دغه بنسټ شنبه د اکټوبر پر ۱۷مه، د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ټولنیز ملاتړ د نظامونو د پیاوړتیا او د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو د پراختیا لپاره د لا زیاتو پانګونو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې په دغو برخو کې د پانګونې زیاتوالی په ټوله نړۍ کې د بېوزلۍ د کمولو او د ښځو او نجونو د ژوند د وضعیت د ښه کولو لپاره اړین دی.
دغه بنسټ همداراز له حکومتونو او مسوولو ادارو غوښتي چې د ښځو او نجونو لپاره د برابر فرصتونو د برابرولو او د هغوی د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه کولو په موخه اغېزناک ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، په افغانستان کې ښځې او نجونې د زدهکړو، کار او ټولنیز مشارکت په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي.
نړیوالو سازمانونو په ځلونو خبرداری ورکړی چې د کار له بازاره د ښځو ګوښه کېدل د بېوزلۍ او د کورنیو د زیانمنتيا پر زیاتېدو سربېره، د افغانستان د اقتصادي ودې مخه نیسي او په دغه هېواد کې د کاري ځواک د وړتیاوو د کارولو مخنیوی کوي.
له کاري فرصتونو د ښځو محرومېدل د کورنیو اقتصادي تړلتیا زیاتوي او د هغوی وړتیا محدودوي چې خپلې اساسي اړتیاوې، لکه خواړه، زدهکړې او روغتیايي خدمتونه، برابرې کړي.





