۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) وايي چې د افغانستان د ځانګړي وجهي صندوق (UN STFA) په ملاتړ په کندوز کې زیانمنو کورنیو ته یې د ۸۰۰ سرپناوو د بیارغونې چارې پیل کړې دي.
دغه پروګرام پنجشنبه د تلې پر ۱۶مه په اېکس کې لیکلي چې افغانستان ته زرګونه راستنې شوې کورنې د مناسبې سرپناه له کموالي سره مخ دي.
نوموړي بنسټ ویلي چې د دغه پروګرام له پیل سربېره، پراخو سرپناوو ته اړتیا ده او ګڼې راستنې شوې کورنۍ د خپلو کورونو د بیارغونې یا رغونې لپاره مرستې ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې ګڼې افغانې کورنۍ بنسټيزو خدماتو ته د لاسرسي له ننګونې سره مخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبره تر ۲۰۲۵ کال پورې شاوخوا ۵.۴ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه راستانه شوي دي.





