۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې یې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا ۹.۸ مېګاواټه ظرفیت رامنځته کړی دی.
دغه بنسټ چهارشنبه د تلې پر ۱۵مه، ویلي چې دغه ظرفیت د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې د «سیسها» (SESEHA) پروګرام له لارې رامنځته شوی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په وینا، د دې پروژې له لارې په ټول افغانستان کې ۸۰۰ روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو ته پاکه او باوري انرژي برابره شوې ده.
دغه بنسټ زیاته کړې چې په دغو مرکزونو کې ۶۲۱ ښوونځي، ۱۵۴ روغتیايي مرکزونه، د ولسوالیو ۱۸ روغتونونه او اووه ولایتي روغتونونه شامل دي.
افغانستان، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې د برېښنا له کمښت او محدود لاسرسي سره مخ دی او د روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو د برېښنا د برابرولو لپاره د لمریزې انرژۍ کارول په دغه هېواد کې د برېښنا د برابرولو يوه لار بلل کېږي.





