۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، په افغانستان کې په ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې انرژۍ په کارولو سره زدهکړو او روغتیايي خدمتونو ته د سلګونه زره ښځو او نجونو لاسرسی ښه شوی دی.
دغه پروګرام دوشنبه د تلې پر ۱۳مه، اعلان کړی چې دغه ملاتړ د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې دوام کړی او په ټول هېواد کې یې ټولټال ۷۴۳ زره او ۴۷۰ ښځې او نجونې تر پوښښ لاندې راوستې دي.
د دغه بنسټ په وینا، دغو مرکزونو ته د لمریزې انرژۍ برابرول په افغانستان کې اساسي خدمتونو ته د لاسرسي د ښه کولو د هڅو یوه برخه ده.
افغانستان، په ځانګړې توګه په لېرې پرتو او کلیوالو سیمو کې د برېښنا له کمښت او نابرابر لاسرسي سره مخ دی.
په ځینو سیمو کې روغتیايي مرکزونه او ښوونځي د خپلې اړتیا وړ برېښنا د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د لمریزې انرژۍ کارول د دغو مرکزونو د برېښنا برابرولو او د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه کولو يوه لاره ده.





