۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې سازمان (UN-Habitat) وايي چې افغانستان ته راستانه شوي کسان د مناسبې سرپناه د نشتوالي، د کاري بوختیاوو کمښت او لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي له محدودیتونو سره مخ دي.
نوموړي بنسټ یکشنبه د چنګاښ پر ۱۴مه راپور ورکړی چې دا وضعیت د هرات په ګډون په ځينو کوربه ولایتونونو کې د بېرته راستنېدو او ادغام پر بهیر اغېز کړی دی.
د راپور له مخې، ډېرې کورنۍ هېواد ته له راستنېدو وروسته له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزه مخ شوې او جدي ملاتړ او پاملرنې ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د «د کار په بدل کې پیسو» پروګرام په چوکاټ کې یې په ځینو سیمو کې د اوبو لګولو کانالونو د پاکولو، د کثافاتو د راټولولو او د کلیوالي سړکونو د هوارولو په څېر فعالیتونه ترسره کړي دي.
یاد بنسټ ټينګار کړی چې د راستنو شویو وضعیت ته د پاملرنې لپاره په ملي او محلي کچه پایدارو پروګرامونو ته اړتیا ده څو هغوی بېرته عادي ژوند ته وګرځي.





