۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د هغو وګړو ۶۰ سلنه جوړوي چې ښايي په منځني ختیځ کې د جګړو د زیاتېدو له امله د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.
نوموړي بنسټ جمعه د تلې پر ۱۰مه ویلي چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به ښايي په ۲۸ هېوادونو کې شاوخوا ۱۱.۷ میلیونه نورې ښځې او نجونې چې افغانستان هم پکې دی، د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې په افغانستان کې شاوخوا ۹۵ سلنه ښځې له کاري بازاره بهر دي.
د دغه بنسټ په خبره، شاوخوا ۸۰ سلنه هغه ښځې چې کار کوي، پر زیانمنو دندو بوختې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې په سوداګریزو لارو کې د ګډوډېدو له امله د انرژۍ، سرې، ترانسپورټ او خوراکي توکو د بیو په لوړېدو به پر کورنیو او د بشري مرستو پر عملیاتو ډېر فشار راشي.
یاد بنسټ ټینګار کړی چې د خوړو د ناامنۍ اغېزو د کمولو لپاره دې خوړو او د معیشت سرچینو ته د ښځو لاسرسی خوندي شي او د غبرګون په پروګرامونو کې دې د ښځو او نجونو اړتیاوو او تجربو ته ډېره پاملرنه وشي.
نوموړي بنسټ د تاوتریخوالي د کمولو او نړیوالو قوانینو ته د پاملرنې غوښتنه هم کړې ده.





