۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) اعلان کړی چې د افغان متشبثو ښځو د ملاتړ لپاره ۱.۷ میلیونه ډالره ګډه پانګونه کوي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام شنبه د تلې پر ۵مه، په یوه راپور کې لیکلي چې دا طرحه «د مقاومو شرکتونو لپاره د افغان ښځو د مالي صندوق» (AWFRE) په نوم په راتلونکي یوه کال کې له شاوخوا ۱۵۰۰ متشبثو ښځو ملاتړ کوي.
د دغه راپور پر بنسټ، تمه کېږي چې د دې طرحې په پلي کېدو سره، د سوداګریو د پیاوړتیا او د کورنیو د عاید د زیاتېدو له لارې، له ۱۴ زرو زیات کسان تر پوښښ لاندې ونیسي.
دا صندوق د اسلامي شریعت پر بنسټ او له وثیقې پرته مالي سرچینې د مالي او ډیجیټلي سواد د زدهکړې، مشورو، سوداګریزې پلان جوړونې او بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې ملاتړ برابروي.
د دې طرحې له مخې، دا مهال له ۱۰ زرو ډېرې افغان ښځې د سوداګریز فعالیت جوازونه لري؛ هغه شمېر چې په تېرو پنځو کلونو کې لس برابره زیات شوی دی.
دا دواړه بنسټونه همدا راز هڅه کوي چې د دغه بروګرام د پراخولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالر نور هم راټول کړي.
د دې بودیجې د چمتو کېدو په صورت کې به شاوخوا ۱۰ زره نورې متشبثې ښځې له مالي سرچینو او سوداګریزو ملاتړه برخمنې شي.





