۸صبح، پنجشېر: د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو په پنجشېر کې د اوو زرو ۲۳۴ قیراطه زمردو د پلور خبر ورکړی دی.
باختر خبري اژانس سهشنبه د تلې پر ۲۱مه ویلي چې دا زمرد د داوطلبۍ له لارې په شپږو میلیونو ۹۹۴ زرو ۵۰۰ افغانیو پلورل شوي دي.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راوروسته د هېواد د کانونو پراخ استخراج او پلور ته مخه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې الجزیرې د تلې پر ۱۷مه په یوه راپور کې ویلي و، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د نږدې ۴۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت زمرد پلورل شوي.
الجزیرې همداراز راپور ورکړی چې د زمردو د پلور له زیاتوالي سره سره، د پنجشېر د کانونو کارکوونکي لا هم له لومړنیو وسایلو کار اخلي او د ځمکې ښویېدنې، واورې ښویېدنې او د ډبرو د لوېدو له امله یې ژوند له جدي ګواښونو سره مخ دی.





