ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې جګړې، اقلیمي بدلونونو او بېلابېل ناورينونو د ماشومانو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
ملګرو ملتونو دوشنبه د اګست پر ۲مه، پر اېکسپاڼه په خپاره کړي پیغام کې ټینګار کړی چې د ماشومانو حقونه، بشري حقونه دي او له دولتونو او نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ټولو ماشومانو له حقونو ساتنه وکړي.
په پیغام کې راغلي: «هر ماشوم حق لري چې په یوه ارامه، خوندي او سالمه سیاره کې ژوند وکړي.»
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې جګړې، اقلیمي بدلونونه او بشري ناورينونه د ماشومانو راتلونکی ګواښي.
دغه بنسټ، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) دریځ ته په اشارې سره ویلي چې یونیسف د ټولو ماشومانو د حقونو د خوندي کولو غوښتنه کوي.





