۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، د نجونو زدهکړې هیله او فرصتونه رامنځته کوي.
اوچا پنجشنبه د چنګاښ پر ۲۵مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د نجونو پر زدهکړو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده.
دې نړیوالې ادارې په بامیان کې د خپلې لور د زدهکړو په تړاو د یوې مور اندېښنه شریکه کړې ده.
دې بامیانۍ مېرمنې ویلي، وېره لري چې لور به یې له زدهکړو په محرومیت سره ښه راتلونکی ونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې له زدهکړو، لوړو زدهکړو، کار او له نارینه محرم پرته له سفره محرومې شوې دي.





