په داسې حال کې چې د نړۍ میلیونونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي، د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام (UNEP) وايي، د خوړو ضایعات هر کال د نړۍ اقتصاد ته یو ټریلیون ډالره زیان اړوي.
دغه بنسټ سه شنبه د اکټوبر پر ۲۷مه، ویلي چې په دې لګښت کې له لاسه تللي عواید او هغه خواړه شامل دي چې تولیدېږي، خو هېڅکله نه مصرفېږي.
د دغه بنسټ په وینا، د خوړو د ضایعاتو کمول د طبیعي سرچینو له ساتنې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له مبارزې سره مرسته کوي.
دغه راز، د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو او د اوبو، ځمکې او انرژۍ په کارولو کې په کمښت سره د خلکو د ژوندانه وضعیت ښه کېدای شي.





