۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) خبرداری ورکړی چې په غیررسمي او ګڼ مېشتو استوګنځایونو کې د کثافاتو ناسم مدیریت د اوسېدونکو روغتیا او هوساینه له ګواښ سره مخ کوي.
دغه بنسټ پنجشنبه د تلې پر ۳۰مه، پر اېکس پاڼه لیکلي چې د کثافاتو مدیریت یوازې د چاپېریال د پاکوالي موضوع نه ده، بلکې د عامې روغتیا له لومړیتوبونو هم ګنل کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام زیاته کړې چې د سالمو ښارونو د رامنځته کولو لپاره باید د کثافاتو مدیریت ښه شي او دې موضوع ته ډېره پاملرنه وشي.
چټک ښاري کېدل او د غیررسمي استوګنځایونو پراخېدل د ښاري خدمتونو، په ځانګړي توګه د کثافاتو د راټولولو او له منځه وړلو اړتیا زیاتوي.
د کثافاتو زياتېدل او د هغو د راټولولو او له منځه وړلو لپاره د مناسبو لارو چارو نشتوالی د ناروغیو د خپرېدو او د چاپېریال د ککړتیا لامل کېدای شي.





