۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) ویلي چې په بېوزلو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو بیارغونه دوام لري څو روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی ښه شي.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د تلې پر ۸مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا مرکزونه د جاپان د نړیوالو همکاریو اژانس (جایکا) په ملاتړ بیارغول کېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د روغتیايي مرکز بیارغول ډاکټرانو ته د باکیفیته روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو او ناروغانو ته د غوره روغتیايي خدماتو د ترلاسه کولو زمینه برابروي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ زیاته کړې چې د دغه پروګرام موخه په بېوزلو سیمو کې د خلکو د ژوند شرایطو ښه کول دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ګڼو لرې پرتو او محرومو سیمو کې باکیفیته روغتیايي خدماتو ته لاسرسی محدود دی او د روغتیايي مرکزونو بیارغول غوره خدماتو ته لاسرسی ښه کولی شي.





