۸صبح، کندوز: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي چې د اوبو لګولو سیستمونو په ښه کولو، له ماینونو د کرنیزو ځمکو په پاکولو او د سیمهییزو کاروبارونو په ملاتړ سره یې په کندوز کې له کورنیو سره د خپل معیشت په پیاوړتیا او د اقتصادي فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.
دې پروګرام چهارشنبه د تلې پر ۸مه، ویلي چې د سیمهییزو زیربناوو جوړول، د کاري فرصتونو زیاتول او د کرنیزو ځمکو چمتو کول کولای شي له سیمهییزو ټولنو سره د راستنېدونکو کسانو د شمېر له ناڅاپي زیاتوالي سره په مقابله کې مرسته وکړي.
په کندوز کې دا پروګرام د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په همکارۍ او د جاپان او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي اماني صندوق (UN-STFA) په ملاتړ پلي شوی دی.
د اوبو لګولو د زیربناوو ښه کولو او د سیمهییزو کاروبارونو ملاتړ د کورنیو عواید زیات کړي او هغوی ته یې نوي فرصتونه رامنځته کړي دي.





