۸صبح، هرات: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) د هرات ولایت د زندهجان ولسوالۍ د یوه روغتیايي مرکز د بیارغونې خبر ورکړی دی.
دغه پروګرام دوشنبه د لړم پر ۱۸مه، ویلي چې دغه مرکز څه باندې ۳۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې دغه مرکز د جاپان د دولت او د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) په مالي ملاتړ بیارغول شوی دی.
د دغه بنسټ په وینا، د دغه روغتیايي مرکز پخوانۍ ودانۍ د ۲۰۲۳ کال په زلزلو کې زیانمنه شوې وه.
د اوبو کمښت، د پاکو تشنابونو نشتوالی او د ناروغانو د انتظار لپاره د مناسب ځای نشتوالی هغه ستونزې وې چې په دغه مرکز کې یې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له ستونزو سره مخ کړي وو.






