۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي چې هېڅ هېواد له زدهکړو د نجونو په محرومولو پرمختګ نه شي کولی.
نوموړي بنسټ یکشنبه د وږي پر ۱۵مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د اوړي له رخصتۍ وروسته ښوونځي پرانیستل شوي، خو میلیونونه افغان نجونې لا هم له زدهکړو بې برخې دي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې څه باندې پنځه کاله کېږي د افغان نجونو زدهکړې له پامه غورځول شوې او هغوی زدهکړو ته له لاسرسي محرومې دي.
دغه بنسټ ټينګار کړی چې افغان نجونې درسي ټولګیو ته اړتیا لري، نه هغو خنډونو ته چې د زدهکړو او راتلونکې لار یې تړي.





