۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي چې د روان میلادي کال په شپږو لومړیو میاشتو کې په کابل او لوګر کې څه باندې ۵۳ زره ښځې د امیندوارۍ اړوند د پاملرنې له خدماتو برخمنې شوې دي.
نوموړي سازمان چهارشنبه د چنګاښ پر ۳۱مه راپور ورکړی چې دا خدمات د امیندوارۍ د پاملرنې په دوو مرکزونو کې د اروپايي ټولنې په ملاتړ د قابلو له خوا وړاندې شوي دي.
د راپور له مخې، په دغو مرکزونو کې د جنورۍ او جون میاشتو ترمنځ څه باندې څلور زره خوندي زیږونونه هم شوي دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې روغتیايي خدمات «د ښځو د انتخاب او هوساینې» په محوریت وړاندې کېږي څو وکړای شي په خوندي چاپېریال کې د روزل شویو قابلو په ملاتړ له روغتیايي خدماتو برخمنې شي.
اروپايي ټولنې هم ویلي و چې افغانستان په نړیواله کچه د میندو د مړینې لوړه کچه لري او میندو او ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کول ځانګړی ارزښت لري.





