۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې په څه کم درېیو کالو کې څه باندې شپږ میلیونه کسان افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
دغه بنسټ چهارشنبه د وږي پر ۱۱مه لیکلي چې په داسې کچه د افغانانو ستنېدل په معاصر تاریخ کې کمساري دي.
ډېر افغانان له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه په جبري توګه ایستل شوي دي.
د ایران او پاکستان ترڅنګ، جرمني هم په وروستیو میاشتو کې د افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ټينګار کړی چې د نړۍ په هر ګوټ کې دې کډوال او پناه غوښتونکي په خپله خوښه، خوندي او انساني کرامت ته د درناوي له مخې ستانه شي.
دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د افغانستان او میلیونونو راستنو شویو افغانانو وضعیت هېر نه کړي.





