د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ویلي چې د زېږون ورځ د ښځو د مرګ ډېر ګواښ له ځان سره لري او هره ورځ څه باندې ۷۰۰ مېرمنې د امېندوارۍ او زېږون اړوند لاملونو له کبله ژوند بایلي.
نوموړي سازمان یکشنبه د فبرورۍ پر ۸مه راپور ورکړی چې په هرو دوو دقیقو کې یوه ښځه ژوند بایلي او د ۲۰ او ۳۰ ترمنځ نورې ښځې زېږون پورې اړوند ټپونو، عفونتونو یا معلولیت سره مخ کېږي.
د راپور له مخې، د دې مړینو او ټپونو ډېره برخه په بشپړه توګه د مخنیوي وړ ده او د امېندوارۍ خوندي کول یو بشري حق او انساني مسوولیت دی.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړې چې دا سازمان په څه باندې ۱۵۰ هېوادونو کې فعالیت کوي او د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه نفوس پوښي.
ملګرو ملتونو ویلي چې دا پروګرامونه له حکومتونو، روغتیايي متخصصینو او مدني ټولنې سره همکاري کوي څو روغتیايي کارکوونکي وروزل شي، د درملو او د زېږون اړوند روغتیايي خدماتو لاسرسی ښه او د روغتیايي پاملرنې سیسټمونه پیاوړې شي.





