۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي چې د افغانستان په لرې پرتو کلیو کې روغتیايي خدماتو ته د ښځو او امېندوارو مېندو لاسرسی خورا محدود دی.
نوموړي سازمان چهارشنبه د کب پر ۱۳مه راپور ورکړی چې نامناسبې لارې، تر روغتونونو اوږد واټن او نږدې د روغتیايي مرکزونو نشتوالی د دې لامل شوی چې امېندواره مېرمنې تر ډېره مجبوره وي چې په کور کې د متخصصې له مرستې پرته زېږون وکړي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړې چې په دغو سیمو کې ګرځنده ټيمونه فعالیت کوي او ښځو ته له زېږون وړاندې، خوندي زېږونونه او له زېږون وروسته خدمات وړاندې کوي.
د راپور له مخې، کورنیو ته و زده کېږي چې د مور او ماشوم پالنې بهیر زده کړي او د تغذیې، روغتیا او ګواښوونکو نښو نښانو له اصولو سره بلد شي.
د ملګرو ملتونو دا بنسټ وايي چې دغو ګرځنده خدماتو د زیږون خطرونه کم کړي او په لرې پرتو سیمو کې کورنیو ته امنیت او هیله ورکوي.





