۸صبح، کابل: د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د روان کال له پيله تر اوسه په افغانستان کې څه باندې ۱۰ زره کورنۍ د وروستیو سېلابونو له کبله اغېزمنې شوې دي.
نوموړي سازمان دوشنبه د غبرګولي پر ۴مه راپور ورکړی چې په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله سېلابونه راوتلي او ډېرو کورنیو ته یې زیان اړولی دی.
د راپور له مخې، سېلابونو دا کورنۍ چې لا هم له پخوانیو زیانونو څخه نه دي رغېدلې، له نويو ستونزو سره مخ کړې دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې ډلې یې له همکارو بنسټونو سره یوځای زیانمنو سیمو ته لېږل شوې، څو د اوسېدونکو بېړنۍ اړتیاوې وارزوي او د مرستو رسولو بهیر همغږی کړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې په بلخ او بغلان کې له سېلابونو وروسته د مرستو هڅې لا هم روانې دي.
طالبانو له دې مخکې خبر ورکړی و چې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د وروستیو ناڅاپي سېلابونو په پایله کې ۲۸ کسان مړه شوي دي.





