۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، په افغانستان کې د ښځو تر مدیریت لاندې د سوداګریزو فعالیتونو زیاتوالی په دې مانا نه دی، چې د هغوی لپاره ډېر فرصتونه رامنځته شوي، بلکې د ښځو پر اقتصادي فعالیتونو د ډېرو نورو لارو د تړل کېدو پایله ده.
دغه بنسټ شنبه د چنګاښ پر ۲۷مه، په خپاړه کړي راپور کې ویلي، چې د سوداګرۍ د جواز لرونکو ښځو د شمېر له زیاتېدو سره سره، تر ۲۰۲۴ کال پورې له اووه سلنې کمې افغان ښځې پر کار بوختې وې.
دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د هغه راپور په دوام مطرح شوې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي وو، څه باندې ۱۰ زره افغان ښځې د سوداګرۍ رسمي جواز لري، چې دا شمېر د پنځو کلونو مخکې پرتله نږدې لس برابره زیات شوی دی.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې ډېرو ښځو د شته محدودیتونو له امله هغو فعالیتونو ته مخه کړې، چې لا يې هم ترسره کول ورته امکان لري.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، ښځینه سوداګرې په افغانستان کې مالي سرچینو ته د لاسرسي د خنډونو، بانکي ستونزو او د اقتصادي فعالیتونو اړوند محدودیتونو په څېر له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
په راپور کې راغلي، چې ملګرو ملتونو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د مالي مرستو، تجهیزاتو او سوداګریزو خدمتونو د برابرولو له لارې په افغانستان کې له څه باندې ۹۰ زرو کوچنیو او منځنیو شرکتونو سره مرسته کړې ده.





