د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وایلي چې ځوانان د نوښتګرو، مشرانو او د بدلون د سرلارو په توګه د پراخ بنسټه، مقاومو او تلپاتې ټولنو په جوړولو کې مهمه ونډه لري.
ګوتېرېش چهارشنبه د جولای پر ۱۵مه په اېکس کې لیکلي چې ځوانان دې پر وړتیاوو او مهارتونو سمبال شي چې د بدلون په حال کې نړۍ ورته اړتیا لري.
نوموړي ځوان نسل ته د زدهکړو فرصتونو او مهارتونو د پراختیا لارو چارو پر برابرولو ټینګار کړی څو وکړای شي د عادلانه او دوامدارو ټولنو په جوړولو کې ونډه واخلي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له دې مخکې هم ځوانان د نوښتونو او ټولنیزو بدلونونو سرلاري بللي او ویلي و چې هغوی کولی شي د نړیوالو ننګونو په هواري کې مهمه ونډه ولري.
ګوتېرېش په وار وار په سوله، دوامداره پرمختګ او له نړیوالو کړکېچونو سره په مبارزه کې د ځوانانو پر رول ټینګار کړی او د پرېکړو په بهیرونو کې یې د هغوی د ډېر ګډون غوښتنه کړې ده.





