د ملګرو ملتونو ځانګړې ناسته د زمري پر پنځلسمه شپه مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په هکله په نیویارک کې وشوه. په دې ناسته کې د دغه سازمان سربېره، د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیې، روسیې، چین او هند استازو، په افغانستان کې د بریدونو زیاتوالی وغانده او د افغانستان د قضیې د حل په موخه یې پر سیاسي حللارې ټينګار وکړ.
دې ناسته کې د امریکا استازي، افغانستان کې د بریدونو زیاتوالی وغانده او زیاته یې کړه، که طالبان وغواړي د جګړې له لارې واک ترلاسه کړي، منزوي به شي. نوموړي وویل، طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې، امنیت او ثبات په موخه دې له افغان دولت سره هڅه وکړي.
د امریکا استازي، د افغانستان د کشالې پر سیاسي حللار چې عادلانه او تلپاتې وي، ټینګار وکړ. د دغې سیاسي حللارېپر بنسټ دې ټولشموله حکومت جوړ شي، افغانان د سیاسي مشر د ټاکلو حق لري، بشري حقونه په ځانګړې ډول دښځو او لږکیو حقوق دې خوندي شي، افغانستان دې په راتلونکي کې د تروریسیتانو پر ځالې بدل نه شي او بشرپالو حقونو ته دې احترام وشي.
د امریکا استازي زیاته کړه، د دغه وضیعت دوام به د تاوتریخوالي او د زیاتو ویجاړیو لامل شي. نوموړي د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، امریکا به د افغانستان د سولې په برخه کې خپلو ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه یادونه وکړه، امریکا به راتلونکي کې هم په بېلابېلو په ځانګړې توګه په پراختیايي برخو او د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
ورته مهالملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلی نبنزیا وویل، چې له افغانستانه یې د تاوتریخوالي بوږنونکي راپورونه ترلاسه کړي دي. ښاغلي نبنزیا زیاته کړه، د افغانستان قضیه نظامي حللار نه لري، سیمه ییزې او نړیوالې هڅې دې وشي، تر څو افغانستان کې د ټولو مذهبي او قومي ډلو ګټې تامین شي. ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي وویل، کورنۍ بې ثباتۍ، د افغانستان شمال او ختیځ کې د داعش نفوذ پراخ کړی دی.
ورته مهال افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې ډېبورا لاینز چې په ويډویې توګه دغې ناستې خبرې کولې وویل، څوک چې د بشري حقونو پرضد ناوړه کړنې کوي، باید وپوښتل شي. مېرمن لاینززیاته کړه، یوناما او نړیواله ټولنه هڅه کوي، پړه کسان وپېژني.
لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتي که د سولې مذاکراتو کې پرمختګ ونه شي او طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، هغه تحریم چې د طالبانو پر سفرونو لګېدلی و او تمه ده چې پای تهورسېږي، تمدید نه کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړه، چې روان وضیعت به سږکال له دغه هېواده ناقانونه او قانوني کډوالي دوه برابره کړي. همدارنګه ډېبورا لاینززیاته کړه، په افغانستان کې په زوره حکومت، د منلو نه دی. نوموړی له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان دسولې مذاکراتو د چټکۍ په موخه دې هڅې زیاتې کړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر وویل، د افغانستان اوسنی وضیعت د تېر په پرتله بحراني شوی دی او که دا وضیعت او تاوتریخوالی دوام وکړي، ډېر زیان به ملکیانو ته واوړي. مېرمن اکبر زیاته کړه، په وروستیو تاوتریخوالو کې جنګي جنایت شوی دی. د نوموړی په خبره، په دې وروستیو کې طالبانو په سپین بولدککې ۴۰ او د غزني په مالستان ولسوالۍ کې ۲۷ملکیان وژلي دي. مېرمن اکبر له ملګرو ملتونو غوښته وکړه، چې د افغانانو د وینې دبهېدو مخنیوی وکړي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ښځو وضیعت د اندېښنې وړ وباله.
شهرزاد اکبر خبرداری ورکړ، د تېرو کالو د بشري حقونو لاسته راوړنې له خطر سره مخ دي.
ورته مهال ملګرو ملتونو کې د انګلستان استازي، افغانستان کې له بشري حقونو د ناوړه ګټې اخیستنې، په زوره واده کول او له ملکیانو څخه د انساني ډال په توګه ګټنه د اندېښنه وړه وبلله او زیاته یې کړه، طالبان دې په ماناداره توګه د سولې مذاکراتو ته حاضر شي. نوموړي روښانه کړه، ګاونډي او سیمه ییز هېوادونه دې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.
له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د چین استازي وویل، هېواد یې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندي. د نوموړي په خبره، د افغانستان قضیه نظامی حل نه لري او باید پر سیاسي حللارې کار وشي. ملګرو ملتونو کې د چین استازي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، پر هغې پروسې کار دې وکړي، چې افغانستان ته سوله راوړي. نوموړي ټينګار وکړ، هېواد یې قطر کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي.
د چین استازي له طالبانو وغوښتل، له نورو تروریستي ډلو سره دې اړېکې پرې کړي او د ملکیانو مرګ ژوبله دې کمه کړي.
د ملګرو ملتونو د ناستې تر جوړېدو مخکې، د ټولنیزو رسنیو ځينو کاروونکو د (Pakistan_Sanction#) هشتک په کارولو سره د ملګرو ملتونو له خوا د پاکستان تحریم وغوښت. د دغو کاروونکو په باور، پاکستان د تروریزم ملاتړی دی او په افغانستان کې سوله د دغه هېواد له تحریم پرته ناشونې ده.
افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر کریس الکساندر هم په خپل ټویټر پاڼه لیکلي و، افغانستان کې تلپاتې سوله د پاکستان د تحریمېدو پرته ناشونې ده؛ پاکستان دې په افغانستان کې خپل نیابتي جګړه پای ته ورسوي.
په ملګرو ملتونو کې د هند استازي په دې ناسته کې وویل، په افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبله زیاته شوې او دغه وضیعت د سیمې او نړۍ هېوادنو ته ګواښ دی. نوموړي له طالبانو وغوښتل، په نېک نیت دې د سولې مذاکرات وکړي او خپلې اړېکې دې له نورو تروریستي ډلو سره پرې کړي.
ملګرو ملتونو کې د هند استازي زیاته کړه، طالبان دې د تاوتریخوالي پای ته رسېدو او د هراړخیز اوربند هڅه وکړي. د نوموړي په خبره، افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې د معاملې وړ نه دي او باید وساتل شي. نوموړي همدارنګه وویل، هغه هېوادونه چې د تروریستي ډلو ملاتړ کوي، باید مسوول وپېژندل شي.
ورته مهال ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي وویل، طالبان له تروریستي ډلو سره نه شلېدونکې اړیکې لري. ښاغلي اسحاقزي له ملګرو ملتونو وغوښتل، د افغانستان وضیعت دې د لا بدترېدو حالت ته نه پرېږدي.
په دې ناسته کې د ناروې، نایجریا، فرانسې، استرالیا، آیرلند، ویتنام او استونیا استازو هم خبرې وکړې. هغوی هم افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي غندنه وکړه او پر اوربند او د افغانستان د ستونزو د هواري په موخه یې پر سیاسي حللارې ټينګار وکړ.
د ملګرو ملتونو دا ځانګړې ناسته په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېریدا په هکله د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر په غوښتنه وشوه. د دې ناستې مشري هند کوله او د پاکستان استازی په دې ناسته کې نه و.
تمه ده، چې د دغه سازمان د غړو تر بحث وروسته، د افغانستان په هکله اعلامیه هم صادره شي.






