۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي چې په بېړنیو شرایطو کې ښځو ته د رواني او ټولنیز ملاتړ برابرول، د پېښو د منفي اغېزو په کمولو او د هغوی د ژوند د بیارغونې وړتیا په ښه کولو کې مهمه ونډه لري.
نوموړي سازمان یکشنبه د چنګاښ پر ۲۱مه راپور ورکړی چې د طبیعي پېښو په ځپل شویو سیمو کې ښځې د ګڼو ننګونو له تجربې وروسته رواني او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.
د راپور له مخې، په بغلان کې له سېلابونو وروسته ځينې ښځې د اضطراب، رواني فشارونو او د ورځنیو چارو په ترسراوي کې له ستونزو سره مخ شوې دي.
یاد سازمان ویلي چې د ملاتړو مرکزونو له لارې زیانمنو ښځو ته د لومړنیو رواني مرستو، مشورو او د فشار د مدیریت د لارو چارو خدمات وړاندې شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ زیاته کړې چې د مشورو ترڅنګ د زیانمنو ښځو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړینې کڅوړې هم برابرې شوې دي.





