۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې د دغه بنسټ دفترونو ته د افغان ښځينه کارکوونکو پر ننوتلو لګېدلی بندیز یو کلن شوی دی.
نوموړي سازمان دوشنبه د وږي پر ۱۶مه خبر ورکړی چې دا بندیز د ملګرو ملتونو په تاریخ کې «بې مخینې» دی.
ملګري ملتونه وايي چې دغو محدودیتونو افغان ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو وړتیا کمه کړې ده.
یاد بنسټ ویلي چې ملګري ملتونه «له افغان ښځينه کارکوونکو» پرته نه شي کولی ښځو او نجونو ته د متناسبو دودونو او اړتیاوو له مخې مرستې وړاندې کړي.
د دغه سازمان په خبره، افغان ښځو له دغو محدودیتونو سره سره په تېر یو کال کې معیشتي، روغتیايي او د رواني – ټولنیز ملاتړ خدماتو ته دوام ورکړی دی.
د یادونې ده چې دا محدودیت د افغان ښځو پر زدهکړو، کار او ټولنیز حضور د پراخو بندیزونو ترڅنګ لګېدلی او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو بشري فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړې دي.





