۸صبح، کابل: د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې په لغمان کې ښځې نوې عملي مهارتونه زده کوي او له دې لارې ورته د ګټې وټې لاره چاره برابریږي.
نوموړي سازمان سهشنبه د چنګاښ پر ۲۳مه په اېکس کې لیکلي چې دا پروګرام د پراختیايي بانک (KfW) په مالي ملاتړ پلي کېږي او ښځو ته پکې بنسټیزه او عملي روزنه ورکول کېږي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې ښځې به د دغو مهارتونو تر زدهکړو وروسته د هغو جوړښتونو په چمتو کولو کې ونډه واخلي چې د سېلابونو د خطر کمولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومو بنسټیزو تاسیساتو د پیاوړتیا لپاره کارول کېږي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې دا پروګرام ښځو ته د ګټې وټې برابرولو سربېره، د سېلابونو پر وړاندې د سیمې اوسېدونکو د خوندیتوب او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د مقاومت په لوړولو کې هم مرسته کوي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) هم راپور ورکړی و چې ښځې د طبیعي پېښو پر وړاندې ډېرې زیانمنې دي او ځينې یې له سختې اندېښنې، رواني فشارونو او د ورځنیو چارو په ترسراوي کې له ستونزو سره مخ شوې دي.





