د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي چې ښځې او نجونې د اقلیمي بدلون له امله د نارینهوو پرتله ډېر زیانونه ګالي او دروند لګښت پرې کوي.
دغه بنسټ چهارشنبه د نومبر پر ۱۱مه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې د ځمکې د تودوخې زیاتوالی ښايي د ښځو عاید د نارینهوو پرتله ۳۴ سلنه کم کړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلون بحران د ښځو او نجونو پر ژوند او اقتصادي وضعیت نامتناسب اغېز کوي.
دغه بنسټ د اقلیم په اړه د (COP31) غونډې په درشل کې له حکومتونو غوښتي چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په تګلارو او پروګرامونو کې جنسیتي برابري د لومړیتوبونو په مرکز کې ځای کړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې د اقلیمي اقداماتو په برخه کې جنسیتي برابرۍ ته پاملرنه د ښځو او نجونو د زیانمننې د کچې معلومولو او د اقلیمي بدلونونو د اقتصادي او ټولنیزو پایلو د کمولو لپاره ارزښت لري.






