۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) تایید کړې چې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۰ ملکیان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
یوناما پنجشنبه د تلې پر ۹مه ویلي چې د دغو بریدونو ډېر قربانیان ماشومان دي او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې د خبرو اترو له لارې د ترینګلتیاوو او اختلافاتو د کمولو هڅې وکړي.
دغه بنسټ نړیوالو قوانینو ته پر پاملرنې او ملکیانو ته د نورو زیانونو پر مخنیوي ټينګار کړی دی.
پاکستان پنجشنبه سهار د کونړ او هلمند پر ځينو سیمو هوايي بریدونه وکړل.
دا بریدونه داسې مهال شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو او هوايي بریدونو په پراخېدو، ملکیانو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو اندېښنې زیاتې شوې دي.





