۸صبح، کابل: داسې حال کې، چې د ملګروملتونو سازمان د اوبو او هوا جمعي ناسته (COP27) په مصر کې پیل شوې ده افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي یا یوناما له هغو موسمي خطرونو چې افغانستان ورسره مخ دی خبرداری ورکوي.
یوناما یکشنبه د لړم پر پنځلسمه خبر ورکړی، چې افغانان له ورانکوونکو موسمي اټکولونو سره مخ دي.
یوناما زیاته کړې: «افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان په دغه هېواد کې د موسمي بدلون د ناوړه اغېزو د درولو لپاره د بېړني ټولیز اقدام غوښتنه کوي؛ هغه هېواد کې چې د موسمي ننګونو پروړاندې ترټولو کم چمتوالی لري.»
د یوناما د معلوماتو له مخې افغانستان د نړۍ په سطحه د موسمي بدلونونو له پلوه د زیانمنو هېوادونو په نوملړ کې شپږم دی.
یوناما څرګنده کړې، چې افغانستان اوسمهال د طبیعي افتونو پروړاندې په دوامداره توګه زیانمنېږي.
د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال او د دغه سازمان د بشردوستانه چارو همغږي کوونکي رامز الاکبروف ویلي: «دا د افغانستان عادي وګړي دي چې د موسمي بدلونونو له امله د طبیعي پېښو پرمهال ترټولو زیات زیان زغمي.»
هغه زیاته کړې: «اوس افغانستان لپاره یو اقدام اړین دی. موږ صبر نه شو کولای، افغانان د صبر کولو لپاره وخت نه لري. ټول لوري باید د افغانستان د دوامداره راتلونکي لپاره هڅه وکړي.»
دغه خبرداری په داسې حال کې مطرح شوی، چې موسمي بدلونونه او له امله یې طبیعي پېښو په افغانستان کې د سلګونه تنو ژوند اخیستی دی. سربېره پر دې په هېواد کې په ځانګړې توګه په شمالي ولایتونو کې سختې وچکالۍ د بېوزلۍ کچه زیاته کړې ده.