په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو څانګې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې پر ښځو محدودیتونه زیات شوي، د ادیانو پر پیروانو او مذهبي لږکېو فشارونه پراخ شوي، د بیان ازادۍ نوره هم محدوده شوې او له بشري حقونو د سرغړونو لړۍ دوام لري. په دغه راپور کې راغلي چې طالبانو په هرات کې د جبري حجاب د پلي کولو کمپاینونو، د تلاشي پوستو د جوړولو او د ښځو د نیولو له لارې پر هغوی فشار زیات کړی دی. د یوناما په خبره، زدهکړو او عمومي خدماتو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی او د هغوی د جامو په اړه سخت مقررات پلي شوي دي. په راپور کې راغلي په بدخشان کې د اسماعیلیه مذهب پیروانو څه باندې ۳۰ جماعتخانې تړل شوې او د شیعهګانو پر مذهبي مراسمو هم محدودیتونه لګول شوي دي. یوناما ویلي چې د خبریالانو نیول او ورسره ناوړه چلند، د ځینو رسنیو تړل، د بدني سزاوو دوام، خپلسرې نیونې او د پخوانیو امنیتي ځواکونو او د مخکیني حکومت د چارواکو د وژلو، شکنجې او ورکېدو پېښې یې هم مستندې کړې دي. دغه بنسټ زیاته کړې په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پر ضد د اعتراضونو پر مهال ملکي وګړي وژل شوي او پر حکومتي کارکوونکو د ځيرکو مبایلونو کارولو د بندیز په ګډون یې نویو محدودیتونو ته هم اشاره کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو څانګې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه چې د ۲۰۲۶ کال له اپریل څخه تر جون پورې موده رانغاړي، ویلي چې په دغه هېواد کې پر ښځو فشارونه سخت شوي دي. د دغه راپور له مخې، طالبانو په هرات کې لسګونه ښځې د پام وړ حجاب نه په پام کې نیولو له کبله نیولې دي. یوناما ویلي چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د جمعې لمانځه یوه خطبه د «حجاب رعایت» ته ځانګړې کړې وه.
په راپور کې راغلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو په کندهار او روزګان کې دوکاندارانو او روغتیايي مرکزونو ته امر کړی هغو ښځو ته چې نارینه محرم ورسره نه وي، خدمات وړاندې نه کړي. د راپور له مخې، په لوګر او بدخشان کې یې هم داسې پېښې مستندې کړې چې پکې نارینه د محرم له ملتیا پرته ښځو ته د توکو د پلورلو له امله وهل او توقیف شوي دي.
یوناما د حج او اوقافو وزارت او امامانو ته د جمعې خطبو له قوله لیکلي چې د دغه امر له مخې «د ښځې ټول بدن له سترګو پرته په داسې جامو سره لکه لوی څادر یا هغې ته ورته لباس پټ شي چې بدن او کالي یې ښکاره نه شي.» همدارنګه په راپور کې راغلي چې د ښځو جامې دې ډبلې او پراخې وي او د بدن هېڅ اندام دې ورڅخه ښکاره نه شي.
د راپور له مخې، طالبانو ښځو ته ویلي چې «زینت او سینګار دې نه کوي». همدارنګه په راپور کې راغلي چې د ښځې جامې دې له سړیو او «کفارو» سره مشابهت ونه لري او خوشبو دې نه کاروي.
یوناما ویلي چې د کانکور ازموینې چې د مې او جون میاشتو په ترڅ کې له شاوخوا ۱۲۰ زرو نارینهوو ګډونوالو اخیستل شوې، هېڅ ښځې او نجلۍ ګډون نه درلود؛ ځکه چې نجونې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې له لوړو زدهکړو محرومې شوې دي. یوناما ویلي چې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو د نجونو ښوونځیو ته په ورتګ ښوونکو ته خبرداری ورکړی چې که «چادري» وانه غوندي، له دندو به ګوښه کړل شي.
په راپور کې راغلي چې د طالبانو عدلیې وزارت «د زوجینو د تفریق اصولنامه» خپره کړې؛ داسې اصولنامه چې د ښځو د قضايي جلاوالي حق یې په پراخه کچه محدود کړی او د ښځو د واده اعتبار یې د هغوی د «ولي» په اجازې پورې تړلی دی. د راپور له مخې، دغې اصولنامې د هغو ښځو پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته کړي چې غواړي له خپل خاوند څخه بیله شي او په ځینو شرایطو کې یې د ماشومانو ودونو ته هم جواز ورکړی دی.
یوناما ټينګار کړی چې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځو د ننوتلو بندیز چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر میاشت کې پلی شوی، لا دوام لري.
د مذهب ازادي او د لږکیو ټولنو حقوق
په دغه راپور کې راغلي چې د روان میلادي کال د اپریل پر ۱۰مه ناڅرګند وسلهوال د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د شیعهګانو پر یوه زیارت برید کړی چې له کبله یې د اتو نارینهوو، دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
د راپور له مخې، د جون پر ۲۶مه د عاشورا مراسمو په پیل سره په ځينو سیمو کې مخابراتي شبکې پرې شوې او ځينو ولایتونو کې د عاشورا پر مراسمو محدودیتونه ولګول شول. همدارنګه په کابل کې ۴۵ نارینه شیعهګان د عاشورا اړوند بیرغونو د لګولو له کبله نیول شوي دي.
یوناما ویلي چې طالبانو په بدخشان کې د اسماعیلیه مذهب ۳۳ «جماعت خانې» بندې کړې او د دغه اقدام لامل یې له جوماتونو سره د دغو ودانیو ورته والی بللی دی. د دغه راپور له مخې، ۱۷ جماعت خانې په زیباک، ۱۴ جماعت خانې په اشکاشم ولسوالۍ او دوه جماعت خانې په واخان ولسوالۍ کې بندې شوې دي.
د بیان ازادي او د رسنیو وضعیت
په دغه راپور کې راغلي چې د طالبانو استخباراتو په کابل کې درې خبریالان نیولي او د هغوی کاري تجهیزات یې ضبط کړي دي. د یوناما په خبره، د ځينو رسنیو فعالیتونه لکه د بامیان راډیو او په خوست کې د یوې راډیو ښوونیز پروګرامونه بند شوي او د «راه فردا» په نوم د یوې ټلویزیوني شبکې خپرونې هم په موقت ډول ځنډول شوې دي.
یوناما ویلي چې په غزني او کندهار کې لږ تر لږه اووه راډيوګانې په لګښتونو کې د پاتې راتللو او جواز نه لرلو له کبله ځنډول شوې دي.
بدني سزاوې، قضایي دستګاه او نیونې
یوناما ویلي چې طالبان لا هم د بدني سزاوو پلي کولو ته دوام ورکړی دی. د دغه راپور له مخې، په مې او جون میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه د ۱۱۲ او ۲۵ ښځو په ګډون ۱۳۷ کسان په دُرو وهل شوي دي. د بېلګې په توګه په بلخ کې شپږ نارینه او یوه ښځه د روژې خوړلو او زنا په تور په دُرو وهل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د افغان ښځو او نارینهوو د خپلسرو نیولو او توقیف ۳۸۹ پېښې او د ناوړه چلند ۶۵ پېښې یې مستندې کړې چې د امر باالمعروف د محتسبانو له خوا ترسره شوې دي.
د نظامیانو او پخوانيو چارواکو وضعیت
یوناما تایید کړې چې د طالبانو له لوري د عمومي بښنې له اعلان سربېره یې د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو او د مخکیني حکومت د چارواکو لږ تر لږه ۲۹ د خپلسرو نیونو، پنځه د شکنجې او اته د وژنې پېښې مستندې کړې دي. د یوناما په خبره، یو پخوانی افسر له ایران څخه تر جبري شړل کېدو وروسته په هرات کې تری تم شوی دی.
نښتې او ولسي اعتراضونه
په دغه راپور کې راغلي چې په مې میاشت کې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو کمپاین د ځايي خلکو له مقاومت سره مخ شو. د راپور له مخې، طالبانو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره ډزې وکړې چې په پایله کې یې دوه ملکي وګړي ووژل شول او وروسته، د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو کمپاین په موقتي ډول ودرول شو.
په حکومتي ادارو کې د ځيرکو مبایلونو پر کارولو بندیز
یوناما په خپل راپور کې ویلي چې د طالبانو مشر په جون میاشت کې یو امر صادر کړ چې له مخې یې د حکومتي ادارو د کارکوونکو له خوا د ځيرکو مبایلونو کارول بند شوي دي. د یوناما په خبره، دغه امر د دې لامل شوی چې ځينې طالب ویاندویان هم په خواله شبکو کې خپل فعالیتونه ودروي.





